له بلخ ولایت څخه په لومړي ځل د حیواناتو ۲۰ ټنه خوراکه تاجکستان ته صادره شوه.
د بلخ ځايي مسوولین وايي، په دې صادراتو کې د چرګانو او کبانو ۲۰ ټنه دانه شامله ده چې د یوې خصوصي فابریکې له لوري د شېرخان بندر له لارې تاجکستان ته ولېږدول شوه.
د یادې فابریکې مسوولین وايي چې افغانستان د چرګانو د دانې له اړخه په ځان بسیا شوی او د روان کال تر پایه دا کچه زر ټنو ته پورته شي.
بلخوا د بلخ ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین، بهر هېوادونو ته د افغاني توکو صادرول د اقتصادي ودې لپاره ګټور بللي او سوداګرو ته یې په دې برخه کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم له افغانستان څخه بېلابېل ډوله زرګونه ټنه خوراکي او غیرخوراکي توکي د منځنۍ اسیا او اروپایي هېوادونو ته صادر شوي وو.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/32740
قرأ